په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن پنجشنبه د تله په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن سهار د یوناما د سیاسي برخې مسوول ښاغلي سکاټ سمیت سره وکتل.
سکاټ سمیت، د افغانستان اسلامي امارت پرمختګونو ته په اشارې وویل: په دې اړه یې خپل پیغام نړیوالې ټولنې ته رسولی او لا هم هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه منعکس کړي او د اسلامي امارت پیغام هغوی ته ورسوي.
د یوناما د سیاسي څانګې مشر وویل: موږ هڅه کوو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو له لارې مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته کړو او د بحث وړ مسایلو لپاره به اساسي حل لارې ولټوو.
ډاکټر ملا عبدالواسع وویل: په کومو نړیوالو ناستو کې چې د اسلامي امارت مشرانو ته د ګډون ونډه ورکړل شوې، هغه ناستې مؤثره تمامې شوي. موږ تل د خبرو او تفاهم له لارې پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادلې ته حاضر یوو.
هغه زیاته کړه: د مثبت تعامل، همغږۍ او تفاهم له لارې ستونزو ته د حل لارې موندلی شي او مثبت پیغامونه شریکولای شي.
عبدالواسع وویل: اسلامي امارت هیوادوالو ته د هوساینې او خدماتو په وړاندې کولو، د ملي امنیت د تامین، د نشه یي توکو په مخنیوي، اقتصادي پراختیا، د انکشافي پروژو د تطبیق او نورو برخو کې پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، چې باید یادونه یې وشي.
هغه زیاته کړه، کوچنیو او له حقایقو لیرې مسایلوته د انعکاس ورکولولو پرځای دې نړیوال له نږدې څخه د اسلامي امارت بېلابېل پرمختګونه وګوري او له اصلي حقایقو دې ځان خبر کړي.
د پیغام پای/
Your Comment